له کندهار ولایت څخه کابل ته د تداوي په موخه رالېږدول شوې ماشومې «کلثوم» د کورنۍ غړو د نوموړې د مړینې خبر ورکړی دی.
د نوموړې تره پر فېسبوک ټولنيزې پاڼې ليکلي، چې کلثوم نور د دوی په منځ کې نشته.
دا په داسې مهال ده، چې ياده ماشومه د هوايي ځوکونو له لوري وړمه ورځ په چورلکه کې د درملنې لپاره د کابل «صحت طفل» روغتون ته انتقال شوې وه او عمليات يې په برياليتوب سره پای ته رسېدلي و.

