ډېر لوستل شوي

حیرتان بندر کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تړاو دوه کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، چې له اوزبیکستان سره پر پوله په حیرتان بندر کې د الکولي مشروباتو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.

د عقاب په وینا، په دې تړاو دوه تنه هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې په یوه اوزبکي موټر کې په ماهرانه توګه پټ شوي الکولي مشروبات افغانستان ته را دننه کړي، خو د سرحدي پولیسو له لوري نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د سرحدي پولیسو د ویښ او مسلکي فعالیت له امله د قاچاق کچه تر ډېره راټیټه شوې او هڅه کېږي، چې د نړیوالو له اصولو سره سم مسافرو ته د سفر اسانتیاوې هم برابرې شي.

اړوند خبرونه