په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر خوشحال زمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې، چې دا د دې ناروغۍ دوام ښيي.
د اميد راډيو خبريال د «ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې ورکشاپ» کې د زمان په حواله ويلي، تېر کال په افغانستان او پاکستان کې ۵۶ کسان په دې ویروس اخته شوي وو، او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګډ او دوامدار اقدام ته اړتیا ده.
خوشحال زمان د پوليو د له منځه وړل يو ګډ مسووليت بللی او ټينګار يې کړی، چې دې برخې ته باید په ملي او سيمهييزه کچه جدي پاملرنه وشي.
هغه همداراز ویلي، په جنوبي او جنوب لویدیځو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، او اړینه ده چې د سیمې پر بنسټ کمپاینونه پیاوړي شي، څو واکسین ټولو ته ورسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان استازي يو ځل بيا د پولیو د له منځه وړلو لپاره په قوي مبارزې ټينګار کړی او ډاډ يې څرکند کړی، چې یاد سازمان به په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

