ډېر لوستل شوي

افغانستان او تاجکستان د برېښنا په سکټور کې د همکاریو پر پياوړتیا ټینګار کړی

افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رییس، ملا عبدالحق همکار د تاجکستان په پلازمېنه کې د دغه هېواد‎ د انرژۍ له وزير «دلير جمعه» سره په کتنه کې د برېښنايي سکټور پر پياوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې ښاغلي همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتيا، د پروژې پلي کوونکو قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنيکي همغږۍ پر پياوړتيا ټینګار کړی دی.
بلخوا د تاجکستان د انرژۍ وزیر کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سيمه‌ييز اتصال مهم ګام بللی، او په وینا یې چې په دې سره د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره هم يو بنسټيز فرصت برابرېږي.
د یادولو ده چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د برېښنا لېږد ګډو همکاريو پر لور مهمه پروژه ده چې عملي چارې يې په کور دننه د پام وړ پرمختګونه لري.

اړوند خبرونه