اوکراین د روسيې د کراسنودار په سيمه کې د تېلو په يوې سترې زېرمې د بېپيلوټه الوتکې (ډرون) بريد کړی دی.
په خپره شوې ويډېو کې ښکاري، چې له برید وروسته په یاد زېرمتون کې اور لګېدلی او پراخې لمبې ترې پورته کېږي.
د يادې پېښې د زیانونو او وروستیو حالاتو په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې مهال ده، چې د روسيې او اوکراين جګړې کلونه تېر شول، خو لا هم دا جګړه دوام لري او وخت نا وخت دواړه هېوادونه پر يو او بل دارنه بريدونه کوي.

