ډېر لوستل شوي

“ا.ا د ټکنالوژۍ په پراختیا کار کوي او په کم وخت کې مو پاکستان د ډرون په وسيله په دې سر ووېشت”

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وايي، چې اسلامي امارت دې ته متوجه دی، چې هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي.
ښاغلي نوري تېره ورځ په کندوز ولایت کې یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې ويلي، چې نننۍ نړۍ د ټکنالوژۍ نړۍ ده او د دې اړتیا د عصري علومو، مسلکي کدرونو او ځوان نسل په روزنه پوره کېدای شي. د نوموړي په وینا، په دې برخو کې کارونه روان دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همداراز زياته کړې: “موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په تېرو څلورو کلنو کې موږ دومره پرمختګ کړی، چې پاکستان حرکت کوي، موږ يې د ډرون په وسيله په دې سر ولو.”
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت چارواکي هم د عصری علومو په پراختيا او پياوړتيا ټينګار کړي او دې برخې ته يې ځانګړې پام‌لرنه کړې ده.

اړوند خبرونه