ډېر لوستل شوي

د افغانستان رییس الوزراء:اړوند ادارې دې د نویو ودانیو جوړولو برخه کې هیڅ خنډ او ځنډ نه رامنځته کوي

د افغانستان رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند له لوري د رياست‌الوزراء اداري معاونیت هغه مکتوب تایید شوی، چې پکې نويو ودانيو جوړولو ته د جوازونو د ورکړې په اړه لارښوونې وړاندې شوې وې.

د یاد مکتوب د تایید ترڅنګ ملا محمد حسن اخند اړوندو ادارو ته ویلي چې خپله برخه کې بېړني اقدامات وکړي، او هيڅ اداره دې د ياد نظر په پوره عملي کولو کې خنډ او ځنډ نه رامنځته کوي.

د یادونې وړ ده چې عامو خلکو وروستیو کې له حکومت د نویو کورونو جوړولو برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوله.

اړوند خبرونه