د چین دولتي رسنۍ «شینهوا» راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د چینایي ژبې زدهکړې ته د خلکو لېوالتیا د کابل تر څنګ په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې هم زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، د دې لېوالتیا زیاتېدو مهم لاملونه د کار فرصتونه، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې له چیني شرکتونو سره همکاري، او د چین د تحصیلي بورسونو ترلاسه کول یاد شوي دي.
ځايي زدهکوونکي وایي، د چیني ژبې زدهکړه کولی شي د دوی لپاره په راتلونکې کې د کار او زدهکړو نوې لارې پرانیزي.

