ډېر لوستل شوي

د افغان حاجیانو بېړنيو روغتيايي حالاتو ته رسېدنه؛‌ روغتیا وزارت د حج او اوقافو وزارت ته ۴۲ قلمه درمل سپارلي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلابېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا درمل د حاجيانو د روغتياساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته سپارل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد درمل به د حج فريضې اداء کولو پر مهال د ټاکل‌شويو روغتيايي ټيمونو له لوري د اړتيا پر مهال افغان حاجيانو ته ورکول کېږي.
عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې مسوولین له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغان حاجيانو لپاره د معياري روغتيايي خدمتونو برابرولو لپاره د لازمو اقداماتو ترسره‌کولو ته ژمن دي.

اړوند خبرونه