ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له بلاروسي سیال سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبيکستان ته د خپل سفر پر مهال د بلاروس د صنعت له وزیر آندري یوګنیویچ کوزنتسوف سره لیدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو، او له بلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده.
همداراز، افغان لوري د بلاروس پانګوالو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د درملو په سکتور کې پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوريو هوکړه کړې چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو په کچه ګډ کاري ټیم جوړ کړي، تر څو د یادو موضوعاتو په اړه، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د زیاتوالي په برخه کې، نورې خبرې پر مخ یوسي.
د ويلو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبيکستان په رسمي بلنه هغه هېواد ته د «د منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون» کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.

اړوند خبرونه