ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبيکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبيکستان په رسمي بلنه هغه هېواد ته د «منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون» کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دا نندارتون د صنعت د پراختیا، پرمختللو ټکنالوژیو او د پانګونې د همکارۍ د پیاوړتیا په هدف جوړېږي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان استازي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون کوي.
همداراز، له افغانستان څخه له ۶۰ څخه زیات شرکتونه د پنبې، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې په دې نندارتون کې برخه اخلي، چې دا یې د منځنۍ اسیا له سترو صنعتي او پانګیزو نندارتونونو څخه ګرځولی دی.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې ښاغلي عزيزي په ترکيه کې د انتاليا ډيپلوماسۍ پنځم فورم کې د ګډون په موخه ترکيې ته سفر کړی و.

اړوند خبرونه