د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له رییس، عرفات جمال سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې عرفات جمال ویلي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړیوال ګروپ مشرتابه د لا ډېرو مالي امکاناتو د جلب هڅې پیل کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د نوموړي په وینا چې د ملګرو ملتونو پر مسوولو ادارو سربېره نړیوال بنسټونه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او په هرات او مزار شریف ښارونو کې یې د غالیو د اوبدلو دوې لویې کارخونې جوړې کړې دي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر د ډیورنډ فرضي کرښې هاغاړې ته د افغان راستنېدونکو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې لا هم افغان کډوال د زاخېلو او حمزه په کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د کډوالو چارو وزیر همداراز په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځتهکولو په برخه کې د ملګرونو ملتونو له هڅو ملاتړ کړی دی.

