ډېر لوستل شوي

د میدان‌وردګو په «جلریز» ولسوالۍ کې د ۲٫۶ کیلومتره سړک رغنیز کارونه پیل شوي

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس لیکلي چې د میدان‌وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند سنګلاخ ۲٫۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي.
ښاغلي حق‌شناس په اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د ټولګټو وزارت له لوري د دغه سړک رغنیزې چارې د ۷۷٫۷ میلیون افغانیو په ارزښت د ځايي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې ‎دا سړک د جلریز ولسوالۍ له درې‌لارې څخه پیل او د خروټو کلي تر حدبخشي سیمې پورې رسېږي او په نهو میاشتو کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو او د یادې تفریحي سیمې ته د تلونکو سیلانیانو د تګ راتګ ستونزې حل شي.

اړوند خبرونه