ډېر لوستل شوي

له مودې وروسته؛ د نويو ودانيو جوړولو ته اجازه ورکړل شوه

د ریاست‌الوزراء اداري معاونیت له لوري ښاروالیو ته سپارښتنه شوې، چې په ښارونو کې هغو کسانو ته چې د معیاري او اساسي کورونو د جوړولو غوښتنه لري، ژر تر ژره د جوړولو اجازه ورکړي.
ښارواليو ته په ورکړل شوي مکتوب کې ويل شوي، چې اړوندې ادارې دې د یوې میاشتې په موده کې د ځمکو نقشې ښاروالیو ته وسپاري او همدارنګه دې هغه سیمې مشخصې کړي چې د سیل ځایونه، تاریخي ساحې یا د ودانیزو پلانونو له مخې منع سيمې ګڼل کېږي.
همداراز په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول په کابل کې، ښاروالۍ ته ویل شوي، چې هغو کسانو ته د کور جوړولو اجازه ورکړي چې د ټاکل شويو شرطونو لکه شرعي قباله، مالیه، د معاملاتو سند، عرفي سند او د سیمې د امام او دوه ګاونډیانو او وکیل ګذر تصدیق ولري.
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو پاڼو کې داسې ګنګوسې خپرېدې چې ګواکې اسلامي امارت په کابل او يو شمېر نورو سيمو کې نويو کورونو جوړولو ته اجازه نه ورکوي.

اړوند خبرونه