ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې په بروکسل کې د افغان پلاوي کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي

ډیپلوماټیکو سرچینو تایید کړې، چې اروپايي ټولنې په راتلونکو اوونیو کې د اسلامي امارت د یوه پلاوي کوربه‌توب په بروکسل کې کوي.

د راپورونو له مخې، دا سفر به تر ډېره د هغو افغان کډوالو پر موضوع متمرکز وي، چې له اروپايي هېوادونو څخه د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

فرانس ۲۴ خبري شبکې هم راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د اروپايي هېوادونو د ډیپلوماټیکو هڅو په دوام شوې، او موخه یې له افغان لوري سره مستقیمې خبرې دي.

ویل کېږي، چې دا سفر د هغو پخوانیو لیدنو په دوام ترسره کېږي چې د اروپايي ټولنې پلاوو کابل ته کړي وو، څو د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

اړوند خبرونه