د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام اندېښنه ښودلې او د دې هېواد له حکومته یې غوښتي چې دا لړۍ ژر تر ژره ودروي.
د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې پنځه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې په وینا یې د دې مدیریت سخت کار دی.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو نیول او جبري ستنول باید پای ته ورسېږي او د نړیوالو قوانینو په رعایت سره دې، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د هغوی د داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه برابره شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړی، چې له افغان کډوالو باید د سیاسي موخو لپاره استفاده ونه شي.
دا په داسې مهال ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې هره ورځ په سلګونه افغان کډوال راستنېږي او تر دې مهال د اسلامي امارت له لوري یې د مدیریت لړۍ د پام وړ ښه روانه ده.

