د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا په هرات، فراه، روزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزني، بادغیس، دایکنډي، بامیان، میدانوردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپيسا او نورستان ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۵ مليمترو پورې اټکل کېدای شي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، لوېدیځو، سویلي او سویلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۱۰۰ کیلومترو پورې وي. د یادولو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د پرلهپسې ورښتونو له امله نږدې ۲۰۰ هېوادوالو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

