د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر «اډوین سنیزا سلواډر» سره په کتنه کې پر ځینو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د ظرفیتلوړونې پروګرامونو، په ځانګړي ډول د رواني روغتیا، سرطان، پولیو، کډوالو او لابراتوارونو په اړه بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي جلالي له قوله راغلي چې روغتیا وزارت د هېواد روغتیايي سیسټم د پياوړتیا لپاره کوي او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته د باکیفیته روغتیايي خدمات د وړاندېکولو هڅې کوي.
په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاډ څرګند کړی چې دوی له عامې روغتیا وزارت سره د ظرفیت لوړونې، خدماتو ښهوالي او نورو روغتیايي برخو کې دوامدارې همکارۍ ته چمتووالی لري.

