د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وايي، هڅې روانې دي چې د کروندګرو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د هغوی ستونزې هوارې شي.
د اميد راډيو خبريال د «بزګر مېله او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون» کې د ښاغلي غثماني په حواله ويلي، چې د زراعت د مکانیزه کولو لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي، څو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه او کارونه اسانه شي.
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړې، چې د مالدارۍ په برخه کې هم د اسانتیاوو برابرولو ته پام شوی، څو مالداران وکولای شي خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال په وینا، هڅه کېږي چې هېواد د کرنې او مالدارۍ له لارې ځانبسیاینې ته ورسېږي او د وارداتو پر ځای د صادراتو کچه لوړه شي.

