د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي زاهد احمدزي د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره په ګډه ناسته کې ويلي، هغه بهرني وګړي چې په افغانستان کې د سیاحتي ویزې له مخې پر کار بوخت دي، د اړوندو حکومتي بنسټونو له لوري به په جدي توګه وڅارل شي.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې مولوي احمدزي په دې غونډه کې د بهرنیو وګړو لپاره د ویزو او د کار جوازونو د صادرولو د بهیر پر چټکتیا او اسانتیا ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، چې بهرني کارکوونکي باید د اسلامي امارت قوانین او اصول مراعات کړي.
په همدې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرتالله جمال ويلي، چې د بهرنیو اتباعو راتګ له بېلابېلو اړخونو مهم دی او د هغوی شتون کولای شي د دولت عواید زیات او د کار او تولید کیفیت ښه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دايمي څارنې په پایله کې یو شمېر هغه بهرني وګړي چې له جواز پرته یې کار کاوه، پېژندلي او وروسته ورته د کار جوازونه ورکړل شوي وو.

