د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ په «دهنې» کلي کې د دېوال نړېدو له امله دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې، چې پکې يوې ۱۵ کلنې او بلې ۲۲ کلنې مېرمنې خپل ژوندل بايللی.
د معلوماتو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې تر دې وړاندې د وروستيو بارانونو له امله د دېوال نړېدو په پېښه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

