د تېر جمهوریت په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخواني استازي ظاهر قدیر کورنۍ غړي قهار قدیر په خواله رسنیو کې ویلي، چې کینیا د کوم سند او ثبوت پرته، د امریکا په ‘امر او فرمایش’ د حاجي ظاهر قدیر د سپارلو غیر عادلانه پرېکړه کړې ده.
هغه دا ګام د نړیوالو اصولو او بشري حقونو خلاف بولي او زیاتوي چې دا د دوی د کورنۍ د بدنامولو لپاره یوه لویه “استخباراتي دسیسه” ده.
قهار قدیر ټینګار کړی چې دغه ډول سیاسي پرېکړې د افغان ملت په منځ کې د دوی د کورنۍ حیثیت ته صدمه نه شي رسولی، بلکې ملت د “اسلام د ازلي دښمنانو” او بهرنیو لوبو په وړاندې نور هم یو موټی کوي.
نایروبي یو ځل بیا وویل چې ښاغلی قدیر به امریکا ته وسپاري، خو کورنۍ یې وایي چې کینیا د سیاسي فشار په پایله کې قدیر امریکا ته سپاري. دا په داسې حال کې ده چې ظاهر قدیر په دې وروستیو کې په کینیا کې نیول شوی، د هغه د کورنۍ ادعا دا ده چې دا نیونه د قانوني دلایلو پر ځای د سیاسي فشارونو پایله ده.

