د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شابانه محمود ویلي، لندن هوډ لري هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته کابل ته واستوي چې په دې هېواد کې یې د پناه غوښتنې دوسیې رد شوې دي.
ګارډین ورځپاڼې د محمود په حواله ویلي، په دې تړاو د بریټانیا حکومت دننه بحثونه روان دي او چارواکي د دې پرېکړې د عملي کېدو پر څرنګوالي کار کوي.
ویل کېږي، که دا پرېکړه عملي شي، نو دا به په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې لومړی ځل وي چې بریټانیا له کابل سره په مستقیم ډول تعامل کوي.
د معلوماتو پر بنسټ، په دې پلان کې دا هم شامل دي چې رد شوي افغانان د مستقیمو الوتنو له لارې کابل ته ولېږدول شي، چې دا به د بریټانیا په سیاست کې یو څرګند بدلون وښيي.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغان پناه غوښتونکو په تړاو ورته راپورونه ورکړل شوي دي.

