ډېر لوستل شوي

“د اوزبیکستان د درملو جوړولو فابریکو مسوولین دې په افغانستان کې پانګونه وکړي”

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د اوزبیکستان د روغتیا له وزیر «اسیلبیک خدایاروف» سره په کتنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د روغتیايي متخصصینو ظرفیت لوړونې اړوند د ګډو پروګرامونو پر پلې کېدو، د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول تضمین او د روغتونونو لپاره د عصري طبي تجهیزاتو د برابرولو په اړه هم بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي جلالي د اوزبیکستان د درملو جوړونې فابریکو مسوولینو ته بلنه ورکړې چې د درملو د تولید اړوند په افغانستان کې پانګونه وکړي.

بلخوا د اوزبیکستان د روغتیا وزیر له افغان لوري سره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه