ډېر لوستل شوي

افتاب شرق چینايي شرکت په بغلان کې د وسپنې ویلې‌کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د افتاب شرق چینايي شرکت مشر «لی جیون» د بغلان له والي، مولوي عبدالرحمن حقاني سره په کتنه کې د وسپنې په کانونو د پانګونې او د اوسپنې د ویلو کولو فابریکې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه ولایت مقام په خبرپاڼه کې د «لی جیون» په حواله ویل شوي، په ۳۰ هکتاره ځمکه «د افغانستان عصري جامع فولادو تولیدي فابریکه» په دې شرط جوړېږي چې د بغلان ولایت کانونه د لږ تر لږه ۱۵ میلیون ټنه وسپنې ټولیزه زیرمه ولري.

د هغه په وینا چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به له دریو تر پنځو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

بلخوا د بغلان والي د دغه چینايي شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د خپلو اصولو او نافذه قوانینو پر بنسټ د وسپنې استخراج او د فابریکې د جوړولو زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه