د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع تایید کړې، چې د افغانستان او بریټانیا د چارواکو ترمنځ د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې شوې، چې په بریټانیا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.
ښاغلي قانع ویلي، دا خبرې یوازې تر ټلېفوني اړیکو محدودې نه دي، بلکې د دواړو لورو ترمنځ په کابل کې مخامخ لیدنې هم شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شابانه محمود په وروستیو څرګندونو کې ویلي، نه شي تاییدولی او نه هم ردولی چې له کابل سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه کومه هوکړه روانه ده.
ورته مهال، اسلامي امارت له اروپايي ټولنې سره هم د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړې، چې په یادو هېوادونو کې غیرقانوني اوسېږي، او تمه ده چې د کابل یو پلاوی ډېر ژر بروکسل ته سفر وکړي.

