ډېر لوستل شوي

روسيې د افغانستان برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت لوړپوړي پلاوي د روسیې د سفر پر مهال د همدې هېواد د انرژۍ له یو شمېر مهمو شرکتونو سره د همکاریو پر پراختيا خبرې کړې دي.
ياد رياست وايي، دواړو لوريو د برېښنا په بېلابېلو برخو کې د ګډ کار پر اړتیا ټینګار کړی او روسي لوري افغانستان ته د پانګونې او تخنیکي مشارکت لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
په خبرو کې دا هم روښانه شوې، چې د برېښنا د شبکو پراختیا، د مسلکي کادرونو روزنه او د انرژۍ اړوند پروژو عملي کول به د دې همکاریو مهمې برخې وي.
ټاکل شوې، چې په راتلونکې کې به روسي تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر وکړي او له افغان متخصصینو سره به په ګډه د برېښنايي پروژو د پلي‌کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت زياته کړې، چې دا ډول همغږي کولی شي د هېواد د برېښنا د کمښت ستونزه راکمه او د انرژۍ په سکتور کې د ځان‌بسیاینې پر لور پرمختګ چټک کړي.

اړوند خبرونه