۲۰۹ الفتح قول اردو د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، د خپلو منسوبينو د ظرفيت لوړونې په موخه درې ورځنی ښوونيز او روزنيز مسلکي سيمينار پيل کړی دی.
ملي دفاع وزارت په يوې خپره کړې خبرپاڼې کې ويلي، چې په دې پروګرام کې د سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي ګډونوالو ته د پوځي اصولو په اړه معلومات ورکړي او د تفتیش (پلټنې) د ماهیت او عملي څرنګوالي په تړاو یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
همدارنګه نورو مسوولینو د وخت پر ارزښت، د اداري چارو پر سمون او له دې ښوونیز پروګرامه د اغېزمنې استفادې په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي. د ويلو ده، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د پوځي مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ادارو د کار د لا ښه والي لپاره مهم رول لري.

