د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې په موخه د روسیې سنپترزبورګ ښار ته رسېدلی دی.
عراقچي ویلي چې دې کتنه کې به د پوتین سره د سیمې او نړۍ په موضوعاتو وغږېږي.
نوموړي زیاته کړې ده چې دې سفر کې به له روسي ملګرو سره وروستی حالت وڅېړو او سلا مشورې به ورسره وکړو.
د یادونې وړ ده چې د ایران ـ امریکا او اسرائیل جګړې وروسته روسیې ته دا د ایران لوړپوړي پلاوي لومړنی رسمي سفر دی.

