د ارشاد، حج او اوقاف وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د «اریانا افغان او کامایر» شرکتونو په الوتکو کې د ۳۱ الوتنو له لارې ۹ زره او ۶۸۳ افغان حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
یاد وزارت وایي، لومړنی کاروان په مسجد نبوي کې د ۴۰ لمونځونو له ادا کولو وروسته له مدینې منورې څخه مکې معظمې ته رسېدلی دی.
همداراز ټاکل شوې، چې د هېواد له لوېدیځ زون، په ځانګړې توګه له هرات ولایت څخه د حاجیانو د لېږد بهیر هم پیل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د افغان حاجیانو د اسانتیا لپاره په مکه او مدینه کې د حرمینو شریفینو ته نږدې مجهز استوګنځي ورته ځانګړي شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټینګار کړی، چې هڅه کوي د حج ټول مناسک د ښه تنظیم او بشپړو اسانتیاوو په برابرولو سره ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولټال ۳۰ زره افغان حاجیانو د لېږد لړۍ تېره اوونۍ له څلورو زونونو څخه پیل شوې ده.

