ډېر لوستل شوي

له قوش‌تېپې کانال د لوړپوړو چارواکو لیدنه؛ “د اوبو سم مدیریت د کرنې سکټور پیاوړی کوي”

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ د قوش‌تېپې کانال له روانو چارو لیدنه کړې ده.
د ملي پراختیا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې له ښاغلي عمري سره د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده او د اقتصادي معاونیت استازي مولوي احرار ملتیا کوله.
سرچینې لیکلي، دغو چارواکو د قوش‌تېپې کانال له روانو چارو د لیدنې پرمهال ټینګار کړی چې د اوبو سم مدیریت د هېواد د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده، او همداراز یې د دې پروژې د بشپړېدو لپاره یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته مهال د چارو ادارې لوی رییس، شیخ نورالحق انور د قوش‌تېپې کانال روانې چارې د هېواد د پرمختګ لپاره خورا اغېزمنې بللې او په دې ملي پروژه کې یې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ هڅې ستایلې دي.
د یادولو ده چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او اوسمهال د کانال په مسیر کې د ۲۸ پلونو او د اوبو د کنټرولوونکو ساختمانونو کار پیل شوی دی.

اړوند خبرونه