د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کونړ د ترسره شویو توپچي بریدونو غندنه کړې او هغه یې «وحشیانه» بللي دي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه ویلي، د پاکستان پوځي رژیم تر دې وړاندې هم پر ملکي سیمو بریدونه کړي او زیاته کړې یې ده، چې اسلاماباد د کونړ وروستي بریدونه د سولې د منځګړي په توګه د ځان د معرفي کولو هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان مخکې هم په کابل کې پر یوه روغتون د برید مسوولیت رد کړی و، خو وروسته نړیوالو څېړنو د دغه برید ترسره کېدل او د ملکي وګړو قرباني کېدل تایید کړل.
بلخوا، په کونړ کې روغتیايي سرچینو ویلي، چې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د شهیدانو شویو شمېر ۸ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۸۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
روغتیايي مسوولین د قربانیانو د شمېر د لا زیاتېدو احتمال هم نه دی رد کړی.

