د لوګر امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې امنیتي او کشفي ځواکونو یې د مرکز پلعلم اړوند حصارک سیمه کې د وروستۍ پېښې دوه تنه عاملین نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه کسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې تر تعقیب وروسته نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
چارواکي وایي، نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، څو د قانون له مخې ورسره چلند وشي.
د ویلو ده، چې دې تورنو کسانو د تېرې دوشنبې په شپه د حصارک په سیمه کې پر یو کور خونړی برید کړی و چې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلورو کسانو ژوند بایللی

