ډېر لوستل شوي

تر ۱۴ زرو ډېر افغانان د حج لپاره مدینې منورې ته لېږدول شوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او تر اوسه ۱۴ زره او ۲۹۳ تنه په ۴۶ الوتنو کې مدینې منورې ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت وایي، چې له هرات څخه په دوو نورو الوتنو سره به د لوېدیځ زون پاتې حاجیان هم مدینې ته ولېږدول شي او دا لړۍ به بشپړه شي.

همداراز ټاکل شوې، چې د کندهار او هرات له زونونو څخه «جده» ته د حاجیانو د لېږد الوتنې هم پیل شي.

د مسوولینو په وینا، افغان حاجیان به له رسېدو وروسته په نبوي جومات کې ۴۰ لمونځونه ادا کړي او بیا به د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

وزارت زیاته کړې، چې د حاجیانو د خدمت لپاره د قراردادي شرکتونو ترڅنګ ۳۰۰ د بعثې غړي او ۱۵۰ تنه په سعودي کې مېشت افغانان د بېلابېلو کمېټو (ټرانسپورټ، استوګنځای، تغذیه، صحي، مناسک او نورو) په چوکاټ کې ګمارل شوي دي.

بلخوا، د وزارت یو پلاوي د مولوي محمد حامد حسیب په مشرۍ په کابل کې د فیصل طلق البقمي سره د حج د بهیر او همکارۍ پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه