د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ سخاءالله سعید په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د محکمو له مسوولینو او منسوبینو سره لیدنې ترسره کړې دي.
يادې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې سفر پر مهال د نورستان د محکمو د تېرو فعالیتونو ارزونه، د قضیو د چټک او اصولي حل لارو موندل، د ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د اړتیاوو ارزونه شوې ده.
ښاغلي سعيد ټینګار کړی، چې محکمې د نظام د «زړه» حیثیت لري او باید پرېکړې يې په ټاکلي وخت، د شرعي اصولو او نافذه قوانینو له مخې ترسره شي.
د سترې محکمې اداري مرستیال د محکمو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د قضیو د ارزونې پر مهال دې له قوي دلایلو کار واخلي، د خلکو ستونزې دې بېځنډه حل کړي او خپلې دندې دې په اخلاص، صداقت او همغږۍ ترسره کړي. همدارنګه یې د کاري نظم پر رعایت او د غیر اصولي پرېکړو پر مخنیوي ټینګار هم کړی دی.
سرچينه زياتوي، چې دې پلاوي کې د دارالانشاء عمومي رييس مفتي عبدالرشید سعید، د کارکوونکو چارو عمومي رييس مولوي سیفالله آغا او د قضایي پلټنې مسلکي غړي هم پکې ګډون درلود.

