ډېر لوستل شوي

د فارياب والي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزير ټاکل شوی

د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، په حکومتي تشکیلاتو کې یو لړ نوې ټاکنې شوې دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر په توګه ټاکل شوی، ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب والي، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي او مولوي عبدالله مختار د بغلان والي په توګه ګومارل شوي دي. همداراز ملا محمد ولي جان د بادغیس د والي په توګه ټاکل شوی دی.
په دې لړ کې یو شمېر نور بدلونونه هم راغلي، چې پکې د بېلابېلو ولایتونو د امنیه قوماندانانو، مرستیالانو او ځینو مرکزي بستونو لپاره نوې ګومارنې شاملې دي.
ويل‌کېږي، چې دا بدلونونه د اداري چارو د ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه