د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو خبر ورکړی، چې سرحدي ځواکونو يې د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په توري ناو سر سیمه کې دوه تنه قاچاق وړونکي د «شیشه» له نشهيي توکو سره یو ځای نیولي دي.
د يادې قول اردو وياند مولوي وحیدالله محمدي وايي، چې دا نشهيي توکي او تورن کسان د دويمې سرحدي لوا د کشف او ضد استخباراتو مسوولینو له لوري نيول شوي دي.
مسوولين وایي، له نیول شویو کسانو ټولټال ۱۵ کیلو او ۲۳۶ ګرامه شیشه نشهيي توکي هم ضبط شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي قاچاق وړونکي به له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

