د المدینه ډیولپمنټ سپلای شرکت رییسې د ا.ا ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د یاد شرکت رییسې لېوالتیا ښودلې چې د دولتي ادارو د سیسټمونو ډیجیټلي کولو په برخه کې به پانګونه وکړي.
شهلا هوپر جمال ویلي چې دوی همداراز د موټر چلولو جواز، برېښنایي پاسپورټونو سیسټم رامنځته کولو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارو لپاره د ځانګړو پروګرامونو چمتو کولو ته هم چمتووالی لري.
بلخوا ملا عبدالواسع هم خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اداري سیسټم ساده کول لومړیتوب بللی او د یاد شرکت له پانګونې یې هرکلی کړی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې اسلامي امارت پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

