د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په رسمي سفر د چین پلازمېنې بېجینګ ته رسېدلی دی او ټاکل شوې چې
له خپل چیني سیال «وانګ یي» سره وګوري.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې سفر کې به دواړه لوري د تهران او بېجینګ ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، او همدارنګه پر سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې او سلا مشورې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د عراقچي د دې سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا به د خبرو مهم محور وي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې هیله لري د چین مشران به ایران ته دا پیغام ورکړي چې نړیوال اقتصاد باید له ګواښ سره مخ نه کړي.
دا سفر په داسې حال کېږي، چې عراقچي په دې وروستیو کې د خپل سیمهییزو سفرونو په لړ کې پاکستان، عمان او روسیې ته هم تللی و.

