د ټولګټو وزارت وایي چې په بلخ ولایت کې د ۷۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت د بلخ – شبرغان د ۲۵ کیلومتره اوږد سړک د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دغه سړک د بلخ ولایت له بلخ ولسوالۍ څخه پیل تر چاهي ولسوالۍ پورې غځېدلی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد سړک په دواړو خواوو کې د ۲٫۵ متره شولډرونو په لرلو ۷٫۳ متره پلنوالی لري او ۴۱ پلګوټي هم پکې شامل دي.
ښاغلي حقشناس لیکلي، ټاکل شوې چې د یاد سړک رغنیزې چارې د ۲۶ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت همداراز لیکلي چې دغه سړک د بلخ ولایت چهاربولک، بلخ، چاهي، دولتآباد او شورتپه ولسوالۍ د جوزجان ولایت د قرقین او خمآباد ولسوالیو سره نښلوي.
د یادولو ده چې په دې سړک کې ۱۶۳ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.

