ډېر لوستل شوي

مولوي نور جلال جلالي د «CDE» موسسې له رییس سره د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې کړې

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د زنځیر امید (CDE) موسسې له عمومي رییس «انتوني دوتامپل» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د یادې موسسې د سټراټیژۍ، د مور او ماشوم د روغتیا (MRH) فعالیتونو، د بېړنیو نسایي او ولادي خدمتونو (BeMOC) د ملاتړ او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت‌لوړونې په موخه د روزنیزو پروګرامونو برابرولو په اړه بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي سکټور پیاوړتیا په برخه کې د همکارو سازمانونو او مؤسسو همکاري مهمه بللې ده.
نوموړي همداراز په صدري ابن‌سینا روغتون کې د لویانو د زړه ناروغیو خدمتونو د پراختیا، په اندراګاندي روغتون کې د زړه ناروغیو درملنې څانګې د تجهیز او لا معیاري کېدو لپاره د همکاریو غوښتنه کړې ده.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د زنځیر امید (CDE) موسسې استازو د افغانستان له روغتیايي سکټور د ملاتړ په برخه کې د خپلو دوامدارو همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه