ډېر لوستل شوي

بریټانیا کې د سیمه‌ییزو شوراګانو ټاکنې؛ د کارګر ګوند ماتې منلې

د بریټانیا د سمه‌ییزو شوراګانو د وروستیو ټاکنو پایلې ښيي چې د واکمن کارګر ګوند له تمې خلاف ماتې خوړلې ده. دغه ګوند چې مشري یې کي‌یر استارمر کوي، شاوخوا دوه کاله کېږي واک په لاس کې لري.

د راپورونو له مخې، رایه ورکوونکو د کارګر ګوند د کړنو پر وړاندې ناخوښي ښودلې او په ټاکنو کې یې دغه ګوند «مجازات» کړی دی. سره له دې، استارمر د ماتې بشپړ مسوولیت منلی، خو ټینګار یې کړی چې له واکه به لاس وانه‌خلي.

نوموړي منلې چې حکومت یې په تېرو دوو کلونو کې «ځینې غیرضروري تېروتنې» کړې او نه دي توانېدلي چې د خلکو هیلې پوره کړي. هغه زیاته کړې چې خلک د بدلون د ورو پرمختګ له امله ناهیلي شوي دي.

په همدې حال کې، د ریفورم «یوکې» ګوند چې مشري یې نایجل فاراژ کوي، د ټاکنو ستر ګټونکی بلل کېږي او زرګونه څوکۍ یې ګټلې دي.

اړوند خبرونه