«سياېناېن» د امریکا د استخباراتي ارزونو د څو باوري سرچینو په حواله ويلي، چې د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنهي د سخت سوځېدو له امله په ځانګړو امنیتي شرایطو کې تر درملنې لاندې دی.
د يادې رسني د راپور له مخې، د مجتبی خامنهي د بدن ځینې برخې، لکه مخ، لاسونه، د بدن پاسنۍ برخه او یوه پښه سخته سوځېدلې او له همدې امله نوموړی په منزوي او خوندي چاپېریال کې ساتل کېږي.
د سياېناېن په وینا، مجتبی خامنهي دا مهال له هېڅ ډول برېښنايي وسایلو استفاده نه کوي او خپلې اړیکې یوازې د مخامخ لیدنو، استازو او قاصدانو له لارې پر مخ وړي.
په راپور کې راغلي، امریکايي سرچینې باور لري چې که څه هم ښايي نوموړی د ایران د جګړهییزو او امنیتي ستراتېژيو په جوړولو کې رول ولري، خو د محدود لاسرسي له امله د ايران سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي په عملي ډول ورځنۍ چارې اداره کوي.
سياېناېن زیاته کړې، تر اوسه داسې کومه روښانه نښه نه ده لیدل شوې چې وښيي مجتبی خامنهي په مستقیم ډول امرونه صادروي.
د يادونې وړ ده، چې ايران د سياېناېن دې راپور په تړاو تر اوسه څه نه دي وي.

