د عامې روغتيا وزارت نن په کابل کې د «مۍ نهمه، د تلسيميا نړيواله ورځ» په مناسبت د عامه پوهاوي ځانګړې غونډه جوړه کړې ده.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د معالجوي طب عمومي رييس ډاکټر وحدت الکوزي په حواله ويلي، چې له تېرو څلورو کلونو راپدې خوا د دې ناروغۍ درملنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او په دې برخه کې مهم پرمختګونه هم شوي دي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړې، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تلسیمیا ناروغانو د درملنې مرکزونه فعال دي، چې د ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي دا هم ويلي، په پلازمېنه کابل کې د «اندرا ګاندي روغتون» کې د دې ناروغۍ لپاره د ځانګړي مرکز جوړولو چارې روانې دي.
ډاکټر وحدت الکوزي د دې ناروغۍ پر وړاندې د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کړی او په وينا يې، چې د خلکو پوهاوی کولی شي د تلسیمیا د مخنیوي او کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي.

