په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د اروپا د ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې دا ټولنه او شریکان یې لا هم د افغانستان او د دې هېواد د خلکو ملاتړ ته ژمن دي.
د یادې استازولۍ په وینا، دا ژمنتیا د خلکو د معیشت، زدهکړې، فرصتونو او د راتلونکې هیلو ملاتړ رانغاړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اروپايي ټولنه د افغانانو د عزت، زغم او ستونزو پر وړاندې د درېدو وړتیا ته درناوی لري.
په اعلامیه کې راغلي، چې هر نوی رامنځته شوی کار، هر زدهکوونکی ماشوم او هره ملاتړ شوې کورنۍ، د ثبات او سولې لپاره پانګونه بلل کېږي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) هم د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې له دایمي مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اروپا په ملاتړ به د میندو حیاتي روغتیايي خدمتونه او رواني-ټولنیز ملاتړ دوام ولري.
د اروپا ورځ هر کال د مۍ په نهمه نېټه لمانځل کېږي، چې د سولې، یووالي او د اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سمبول ګڼل کېږي. دا ورځ د ۱۹۵۰ کال د «شومان اعلامیې» له اعلان وروسته رامنځته شوې، چې وروسته یې د اروپايي ټولنې د جوړېدو بنسټ کېښود.

