د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې «فیانو فریزر» د اطلاعاتو او کلتور له وزیر، شیخ شیراحمد حقاني سره کتلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت، د بشري حقونو او تاریخي آبداتو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د دې کتنې پرمهال د یوناما استازې ویلي چې د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فعالیتونه ښه شوي، د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او د اطلاعرسونې لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
هغې همداراز ویلي چې د رسنیو ملاتړ ته به دوام ورکوي او همداراز یې ډاډ څرګند کړی چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د برید په اړه څېړنې روانې دي.
بلخوا ښاغلي حقاني ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قانون په رڼا کې د رسنیو ملاتړی دی، د اصولو په اساس له رسنیو سره همغږي لري او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د لا ښه کېدو په موخه هڅې کېږي.

