ډېر لوستل شوي

سبا په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا (دوشنبه) د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، میدان‌وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې اټکل شوی دی. 

سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌مترو پورې وي. 

هواپېژندنې ادارې همداراز په ختیځو، سویل، ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې اټکل کېدای شي. 

د یادولو ده چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې د پرله‌پسې ورښتونو او سېلابونو له امله نږدې ۲۰۰ هېوادوال شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه