د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې د فراه ولایت په «بکوا» ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې له یادې کارخونې څخه ۴۷ کیلوګرام شیشه، ۶۰ کیلوګرام د شیشې اړوند خام مواد، ۱۸۰ کیلوګرام په نشهيي توکو کې کارېدونکي مواد هاک او ۲۰۰ کیلوګرام اومان کشف او سوځول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا عملیات د فراه ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

