د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان له کانونو د ایستلشویو ۲۴۲ بیروج ډبرو له پلورلکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا بیروج د ګرانبیه او نیمهګرانبیه ډبرو د پلور داوطلبۍ له لارې په ۲۴ میلیون ۸۵۱ زره افغانیو پلورل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کې د اسلامي امارت ونډه ۲۴۸۵۱۰۰ افغانۍ ده، او دا داوطلبي د نورستان ولایت د کانونو رییس، د کمېټې غړو سیمهییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو، د هېواد ګڼ شمېر پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې پرمهال شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا ډبرې د نورستان ولایت «نورګرام» ولسوالۍ د «پشګر» سیمې له کانونو ایستل شوې وې.

