ډېر لوستل شوي

د امارتي ځمکو د نمرو د وېش او خرڅلاو نوی قانون نافذ شوی

عدلیې وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو، وېش او د ودانيو جوړولو د اجازې د ورکړې قانون له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړی دی.

ياد وزارت وايي، د هستوګنیزو او سوداګریزو نمرو د وېش، قیمت ټاکلو، قبالې ورکولو او د استرداد شویو ځمکو د خرڅلاو څرنګوالی تنظیم شوی دی. دغه قانون ۳۸ مادې لري او د پلي کېدو مسووليت یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالیو او د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې ته سپارل شوی دی.

په قانون کې راغلي، هغه امارتي ځمکې چې د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون له خوا تثبیت شوې وي، پر هغو کسانو نه پلورل کېږي چې محکمې غاصبین پېژندلي وي. همداراز هغه کسان چې له څلورو زیاتې نمرې په تصرف کې ولري، نورې نمرې ورته نه وېشل کېږي. د خبرپاڼې له مخې، قانون دا اجازه هم ورکوي چې که مستحق شخص د ځمکې د بیې د یو ځل ورکړې توان ونه لري، اړونده اداره کولای شي قیمت ترې په قسطونو واخلي.

اړوند خبرونه